Asset 1SWN

پوتین پر مسکو د اوکراین د بې‌پېلوټه الوتکو برید «ترهګریز» بللی

621de76996929400196c02a5

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین پر مسکو د اوکراین د بې‌پيلوټه الوتکو بریدونو ته غبرګون ښودلی او دغه برید یې ترهګریز بللی دی.

یو‌شمېر روسیي رسنیو پرون سه‌‌شنبه د مې ۳۰مه راپور ورکړی چې د اوکرایني ځواکونو له لوري پر پلازمېنه مسکو د بې‌پېلوټه بریدونو په غبرګون کې د یاد هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه کار تروریستي عمل بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پوتین همداراز ویلي چې اوکراین دغه برید د روسیې د پارولو لپاره کړی، خو نوموړي سم له واره د یادو بریدونو په غبرګون کې د ځوابیه برید په اړه څه نه دي ویلي.

ولادیمیر پوتین ټينګار کړی چې جګړه روسیې نه ده پیل کړې او په وینا یې، دوی په دې جګړه کې هغه وسلې او وسایل هم نه کاروي چې د ده په ټکو د اوکراین مشران ترې استفاده کوي.

د روسیې ولسمشر زیاته کړې چې د مسکو هوايي دفاعي سېسټم د اوکراین د بې‌پېلوټه بریدونو پر مهال فعال وو، خو ټينګار یې کړی چې د دفاعي سېسټم پیاوړي کولو لپاره لا هم ځینو کارونو ته اړتیا ده.

د روسیې د دفاع وزارت پرون سه‌شنبه د مې ۳۰مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پر مسکو د اوکراین له لوري د پنځو بې‌پېلوټه الوتکو برید کې یوازې څو ودانیو ته زیان اوښتی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اوکراین بیا تراوسه د یادو بریدونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي. د راپورونو له مخې، دا په روانه میاشت کې دویم ځل دی چې د روسیې پلازمېنه مسکو د بې‌پېلوټه الوتکو تر برید لاندې راځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام