Asset 1SWN

بدخشان کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت تفریحي پارک جوړ کړی

IMG-20230605-WA0012

د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار درېیمه ناحیه کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت د ۲۰۰زره افغانیو په لګښت یو تفریحي پارک جوړ کړی دی.

د «الماس تفریحي تم‌ځای» په نوم د یاد پارک مالک عبدالواجد فاضل سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه تفریحي پارک یې په یو جریب ځمکه کې جوړ کړی چې د ښځو او نارینه‌وو لپاره جلا ځایونه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د فیض‌اباد ښاروال عبدالغفور سیرت وايي چې د یاد ښار اوسېدونکي تفریحي ځایونو ته اړتیا لري او دوی دې برخه کې یو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې نږدې راتلونکې کې به یې په اړه عملي اقدامات وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې بدخشان کې د تفریحي ځایونو نشتون د دغه ولایت له جدي ستونزو څخه شمېرل کېږي چې د یاد ولایت اوسېدونکو په وار وار د تفریحي ځایونونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام