د لوګر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو سرشمېرنه پیل شوه

 د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې یې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د زده‌کوونکو سرشمېرنه پيل کړه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب سلام‌وطندار ته ویلي چې دا سرشمېرنه له مرکز پل‌علم څخه پيل شوه چې په یوه میاشت کې به په ټولو ولسوالیو کې بشپړه شي. عرب زیاته کړه چې په دغه سرشمېرنه کې ۳۴۵ دولتي او خصوصي ښوونځي شامل دي.

پکتیا ته د دوه‌څلوېښت کاله پخوانۍ سروې له مخې امکانات ورکول کېږي

د پکتيا د ولايتي شورا او مدني ټولنو استازي وايي، پکتیا د جغرافيې او د وګړو د شمېر له مخې، د سوېل ختیځ زون مرکزي ولایت دی، خو لا هم په‌کې د ۴۲ کاله پخوانۍ سروې پر بنسټ خدمتونه وړاندې کېږي. د دوی په وینا، سره له دې چې د ولايت د لومړۍ درجې کولو غوښتنه یې کړې، خو لا هم نه ده منل شوې.