لوګر کې سرچینې وایي چې پرون شپه د مرکز پلعلم ښار اړوند د میرتاقي شاه په کلي کې د مخکیني حکومت د سیمهییزو پولیسو قوماندان او د روغې جوړې شورا د سلاکار فرهاد اکبري پر کور راکټي برید شوی دی.
د لوګر ولایت د امنیه قومانداني ویاند مولوي احمدالله انس هم د پېښې پخلۍ کړی. هغه سلام وطندار ته وویل چې پېښه پرون شپه د نامعلومو کسانو له خوا رامنځته شوې او په اړه یې د اسلامي امارت استخباراتي څانګې څېړنې پیل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ښاغلي انس وویل چې په پېښه کې چاه ته زیان نه دی اوښتی، یوازې د ښاغلي اکبري کور یوه برخه زیانمنه شوې ده.
د لوګر ولایت د میرتاقي شاه د کلي اوسېدونکي هم وایي چې د دغه ولایت د سیمهییزو پولیسو د قوماندان او د روغې جوړې شورا د سلاکار فرهاد اکبري پر کور دوه راکټې بریدونه شوي.
د یادولو وړ ده چې د جمهوري نظام له سقوط او د اسلامي امارت واکمنېدو وروسته دا دوهم ځل دی چې د لوګر ولایت مرکز پلعلم اړوند په کلنګار سیمه کې د تېر نظام د چارواکو او نظامیانو کورونه په نښه کېږي.