Asset 1SWN

لوګر کې د نړیوال هوايي ډګر سروې پيل شوه

148867158_231822235242014_2082649854828319158_n

د کابل په سوېل ۴۰ کیلومټرۍ لوګر کې د یوه لوی نړیوال هوايي ډګر سروې چارې پیل شوې چې ۸۰۰‌میلیونه ډالره لګښت به پرې راشي. دغه نړیوال هوايي ډګر د محمد اغې ولسوالۍ د دولت کلا په دښته کې د ولسمشر محمد اشرف غني د پلرني کلي په شمال لوېدیځه څنډه کې جوړېږي.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، د لوګر محمداغې ولسوالۍ کې نړیوال هوايي ډګر په ۲۰ زره جریبه ځمکه کې جوړېږي چې د توپوګرافي چارې يې نن رسما پیل شوې.

رحیمي د لوګر ولایت ټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د محمداغې ولسوالۍ په دولت دښته کې د جوړېدونکي هوايي ډګر امنیت خوندي کړي او هیچاته اجازه ورنه‌کړي چې د دغه ډګر د بیارغونې مخنیوی وکړي.

والي همدارنګه زیاته کړه، د نوي هوايي ډګر د جوړېدو د امنیت لپاره د ملي اردو یوه لېوا ځانګړې شوې چې ټول لوګر په خاص ډول د دولت کلا په شاوخوا ۲۰ کیلومټرۍ کې ځای پر ځای شوې ده چې په امنیتي کمربند کې یې پر ټولې محمد اغې ولسوالۍ سربېره د لوګر مرکزي سیمې، د بره‌کي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالۍ شاملې دي.

 د لوګر ولایت اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دغه هوايي ډګر له جوړېدو سره سم به افغانان له امنيتي، سیاسي او اقتصادي اسانتیاوو برخه‌من شي.

د دغه ولایت اوسېدونکي په دولت غږ کوي چې په محمداغې ولسوالۍ کې امنیت د پخوا په پرتله خراب شوی دی او باید ژر تر ژره د هوايي ډګر د جوړېدو لپاره اضافي امنيتي سرتېري هم په دندو وګماري.

دوی له طالبانو هم غواړي چې د لوګر ولایت د هوايي ډګر د جوړېدو برخه کې همکاري وکړي، څو پورې دغه ملي پروژه په بریالیتوب سره بشپړه شي.

دغه هوايي ډګر او ورسره په څنګ کې د مسو کان به لوګر د افغانستان په تر ټولو مهم اقتصادي او سیاسي مرکز بدل کړي چې ښايي په راتلونکې یوه لسیزه کې به د پلازمېنې د ملا د تير بڼه غوره کړي.

 سره له دې چې د نوي هوايي ډګر جوړېدل به یوه لسیزه وخت ونيسي؛ خو ښکاري چې راتلونکی کابل دغې خواته د پراخېدو په حال کې دی.

 ټول افغانستان خو په تېره بيا د لوګر خلکو ته د کاروبار او اقتصاد له اړخه د نوي هوايي ډګر جوړېدل فوق العاده مهمه پروژه بلل کېږي چې کېدای شي د تل لپاره د سیمې د خلکو ټول ژوند ورسره له بنسټه بدل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام