د لوګر مرکز پل‌علم ښار یو‌شمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د مخکیني حکومت له سقوط وروسته د وزګارتیا کچه د پام وړ زیاته شوې او ډیری لوستي او نالوستي ځوانان له هېواد څخه د تېښتې په حال کې دي او له پراخو اقتصادي ستونزو کړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وايي، اوس مهال لوګر کې اقتصادي راکړه ورکړه په ټپه ولاړه ده او له اسلامي امارت څخه غواړي چې ژر تر ژره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او نړیوالې مرستې را جلب کړي.

د لوګر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د وزګارتیا کچه لوړه شوې او د خلکو اقتصادي وضعیت خوار خراب شوی چې د دغه ولایت ځوانان اړ کړي، څو د کار لپاره د بهرنیو هېوادونو پر لوري د تک هوډ وکړي.

دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه کوي چې د پخواني دولت کارکوونکي هم دندو ته ور وغواړي، څو هېواد کې د وزګارتیا کچه راټيټه شي.



ورته وخت کې د لوګر والي مولوي محمد‌علي جان احمد مني چې د اسلامي امارت له راتګ سره ځینې پروژې په ټپه درېدلي او خلک وزګار شوي، خو وايي چې هڅه کوي د ځنډول شویو پروژو کارونه بېرته پيل او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

نوموړی وایي چې د مخکیني حکومت د سقوط پر مهال د هغه حکومت لوړپوړو چارواکو له ځان سره ډېرې پیسې وړي او هغه پیسې چې ورڅخه پاتې او د دوی لاس ته ورغلي، پر درېدلو پروژو به یې لګوي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوګر والي زیاتوي، لوګر کې به ټولو دولتي او نادولتي ادارو ته د فعالیت زمینه برابره کړي او د خلکو ټولې اقتصادي ستونزې به هوارې کړي.

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت په راتګ د ټول هېواد په کچه اقتصادي فعالیتونه ټکني شوي او خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام