Asset 1SWN

د لوګر په دولتي او نورو ادارو کې د مېرمنو د ګمارنې کچه ۲۱ سلنې ته پورته شوې

75380417_1271980806342670_1401692955353284608_o

د لوګر د ښځو چارو ریاست مسوولان وايي، تېرو څو کلونو کې د ګوتو په شمېر مېرمنو دولتي او نادولتي ادارو کې دنده ترسره کوله؛ خو اوسمهال دغه کچه ۲۱ سلنې ته پورته شوې ده.

د ياد ولايت د ښځو چارو رییسې شیما زرګر سلاموطندار ته وویل، د لوګر لوستو مېرمنو ته یې د یو شمېر ادارو په مرسته د کارموندنې په برخه کې عامه پوهاوی ورکړی او سلګونه اوزګارو مېرمنو ته یې دولتي او نادولتي ادارو کې د کارکولو زمینه برابره کړې.

شيما زرګر وايي، یوازې روان ۱۳۹۹ کال کې بیا دولتي او نادولتي ادارو کې د مېرمنو د حضور کچه ۳ سلنه لوړه شوې، یانې اتلسو څخه ۲۱ ته رسېږي.

نوموړې زیاته کړه، ډېری دغه مېرمنې نادولتي موسسو، د پوهنې، کرنې، روغتیا او ښاروالۍ ریاستونو کې کار کوي.

په همدې حال کې لوګر کې یو شمېر مېرمنې کاري او ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو ونډې زیاتېدو څخه خوښي څرګندوي او وايي، دولتي او نادولتي ادارو کې ښځو لپاره د کار زمینې برابرېدل، د هغوی د حقونو تامینېدو په برخه کې مثبت ګام دی.

دوی له حکومته غواړي، د مېرمنو حقونو ته پام وکړي، زده‌کړو لپاره ورته خوندي چاپېریال برابر کړي او د سولې اړوند پروګرامونو کې ونډه ورکړي، ترڅو مېرمنې وکولی شي په ښه ډول خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.

د لوګر دولتي او نادولتي ادارو کې داسې مهال د مېرمنو د کار کولو کچه لوړه شوې چې د ښځو ملاتړي بنسټونه وایي، د ورستیو ناامنیو له کبله دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او یوازې روان کال لوګر کې ۱۰ مېرمنې وژل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام