Asset 1SWN

لوګر کې دوو ټرافیکي پېښو ۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي

logar

د لوګر امنیه قومانداني وايي، نن مازدیګر د دغه ولایت د مرکز پل‌علم په «خضر» او د «تېرې کوتل» سیمو کې دوه جلا جلا ټرافيکي پېښې شوي چې له کبله یې ۸ کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر د امنیې قومانداني وياند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، په لومړۍ ټرافیکي پېښه کې چې د پل‌علم ښار په خضر سیمه کې شوې، پنځه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، نن مازدیګر یو مازدا موټر هم د پل‌علم او ګردېز ترمنځ د تېرې کنډو سېمه کې چپه شوی او درې کسان په‌کې مړه شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې دواړه ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې‌غورۍ له امله شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم وخت‌ناوخت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې شوي او له کبله ګڼ‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام