د خوست د ولایتي روغتون او د ځینو نورو روغتیايي مرکزونو ډاکټران وايي، تېرو څو میاشتو راهیسې یې د معاشونو نه‌ترلاسه کولو په دلیل نن کاري اعتصاب کړی دی.

دوی وویل، د خوست د عامې روغتيا رياست او همکاره موسسو ورسره ژمنه کړې وه چې دوی ته به د تېرې او مخکینیو میاشتو تنخواوې هم ورکوي، خو تراوسه نه دي ورکړل شوي.

ورته وخت کې د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر فضل کریم مندوزي وويل، د ډاکترانو د تنخواوو ستونزه یې همکارو موسیسو سره شریکه کړې او ډاډ یې ورکړی چې راتلونکو لسو ورځو کې به ياده ستونزه په بشپړه توګه حل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، ډاکترانو ورسره ژمنه کړې چې خپل اعتراض به پایته رسوي او دندو ته به ستنېږي.

د یادونې ده چې دې وروستیو کې د هېواد يوشمېر نورو ولايتونو کې هم ورته اعتراضونه شوي او روغتیايي کارکوونکيو د معاشونو او خلکو بیا روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو امکاناتو غوښتنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام