ستانکزی: امریکا باید د دوحې تړون پربنسټ د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل په يوې تکیه‌خانه کې د عاشور مراسمو ته د وینا پرمهال پر امریکا نیوکه وکړه چې دغه هېواد پر اسلامي امارت فشارونه زیاته کړي دي. ستانکزي دې مراسمو ته همداراز وویل، امریکا د ا.ا پر حکومت بېلابېل سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیک فشارونه راوستي دي.

کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې نن د عاشورا ورځ ولمانځل شوه

نن په کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې شیعه‌‌ګانو له امنیتي ګواښونو سره-سره د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ ولمانځله. د کابل په لوېدیځ حسینیه خاتم الانبیا کې د ا.ا د ځینو چارواکو ترڅنګ سلګونو کسانو هم د عاشورا مراسمو کې ګډون کړی وو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د جوازونو وېش له لارې ۴۳ میلیونه افغانۍ راټولې کړي

ملت ته د دولت د حساب ورکولو په لړ کې نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې یاد وزارت په تېر یوه کال کې څه باندې ۳۷۰۰۰ د کار جوازونه کورنیو او ۱۲۹۷ جوازونه بهرنیو اتباعو باندې وېشلي دي.

کاپیسا کې د جلغوزو حاصلات د پام وړ زیات شوي

کاپیسا د کابل په شمال کې یو له هغو کرنیزو ولایتونو څخه دی چې غرنۍ سیمې او د جلغوزیو د ودې لپاره مناسب اقلیم لري. د کاپیسا د نجراب او اله‌سای ولسوالیو کې د جلغوزیو ځنګلونو د دغه ولایت شهرت لا پسې زیات کړی دی.

روغتیاپالان: د ځوانانو په پرتله لوړ عمر‌لرونکي کسان پر کورونا ډېر اخته کېږي

د خوست اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې د ماشومانو او ځوانانو په پرتله د لوړ عمر لرونکي کسان ډېر پر کورونا اخته شوي چې ځينې ترې روغ او یو‌شمېر یې له امله مړه شوي دي.

یوشمېر دغه کسان چې عمرونه یې زیات دي، سلام‌وطندار ته ویلي، په خپلو کورنیو کې لومړي کسان وو چې پر کورونا اخته شوي او وروسته یې ترې د کورنۍ ماشومان هم نیولي دي.

کابل کې د سوالګرو راټولولو په اړه د هبت‌الله اخند‌زاده تازه سپارښتنه

د ا.ا مشر هبت‌الله اخند‌زاده په یوې نوې سپارښتنه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ته دنده سپارلې چې کابل کې د سوالګرو د راټولولو بهیر پیل کړي.

هبت‌الله اخند‌زاده په دې سپارښتنه کې همداراز ویلي چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت دې له نورو اړوند ادارو سره په همغږۍ سوالګر راټول او د هغوی ستونزې دې هوارې کړي.