د بادغیس والي حسام‌الدین شمس سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلې او طالب جنګیالي د دغه ولایت مرکز قلعه‌نو ښار ته ننوتي دي.

 د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک هم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي  او اوس دغې ډلې خپل ځانونه د مرکز قلعه‌نو ښار دروازو ته را رسولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د بادغیس د ولایتي شورا رییس زیاته کړه چې بېګاه شپه د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر خواجه‌مراد مراد،  د ټولي قومندان خدای‌داد طیب، د اب‌کمري ولسوال او د قلعه‌نو ښار د لومړۍ حوزې امر عمر خان له ۱۰۰ سرتېرو او پوځي تجهیزاتو سره یوځای وسله‌والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

 په همدې حال کې د بادغیس د ولایتي شورا رییس وایي چې ټول امنیتي ځواکونه په قلعه‌نو ښار کې د پوځ په یوه مرکز کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د راپورونو پر اساس بېګاه شپه ۱۹ امنیتي ځواکونه د بادغیس د مقر- قلعه‌نو ښار په لویه لار د شاتګ پر مهال وژل شوي او جسدونه یې تراوسه د پېښې ځای کې پراته دي. نوموړی وایي چې دوی له سره صلیب څخه غوښتنه کړې چې د دغو امنیتي ځواکونو جنازې را ولېږدوي.



په ورته مهال د طالبانو له لوري د قلعه‌نو ښار د کلابندۍ پرمهال د دغه ولایت له زندان څخه ګڼ‌شمېر بندیان تښتېدلي دي.

 د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک وایي چې د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو له سقوط وروسته اوس په قلعه‌نو ښار کې بې نظمي او ګډودي خپره ده، امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي په دې هڅه کې دي چې څنګه له دغه ولایت څخه ځانونه وباسي. نوموړي زیاته کړه چې له رامنځ ته شوي وضعیت څخه په استفادې د بادغیس ولایت په زندان کې بندیانو د دغه زندان دروازه ماته کړې او له زندان څخه تښتېدلي دي.

په همدې حال کې د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس پر حکومت نیوکه کوي چې د بادغیس ولایت د څار لپاره یې یوه چورلکه هم نه ده استولې. د نوموړي په وینا، د قلعه‌نو ښار په خراب امنیتي وضعیت کې دی چې د دغه ښار اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

بل‌خوا طالبانو ویلي چې د بادغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت امر له ۲۰۰ سرتیرو سره دوی ته تسلیم شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام