د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت شورا د منشور اعلان؛ ا.ا: غبرګون نه لرو

د ا.ا د بیاواکمنېدو یوه کال پوره‌کېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت شورا چې د یوشمېر افغان سیاسي څېرو له لوري رامنځته شوې، څو ورځې وړاندې د انلاین غونډې له لارې خپل منشور اعلان کړ. د دې شورا غړی همایون خیري سلام‌وطندار ته ویلي، د اوسني حکومت پر وړاندې به ۱۶ کاري کمېټو کې فعالیت ته دوام ورکړي.

اسراييلو کې د چړو په وسيله درې کسان وژل شوي او څلور ټپيان دي

اسراييلي چارواکي وايي، په تل ابیب کې د پنجشنبې پر ماښام دوو وسله‌والو په خلکو د چړو ګوزارونه کړي چې درې کسان یې وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي. برید د اسراييل د خپلواکۍ پر ورځ شوی او دا په وروستیو اوونیو کې د خپل ډول تازه برید بلل کېږي. د حماس ډلې دغه بريد ستايلي او ويلي يې دي: «د الاقصی پر جومات بريد بې ځوابه نه پاتې کېږي.»

طالبان د بادغیس مرکز قلعه‌نو ښار ته ننوتي

د بادغیس والي حسام‌الدین شمس سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي او طالب جنګیالي د دغه ولایت مرکز قلعه‌نو ښار ته ننوتي دي.  د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بېک هم له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي  او اوس دغې ډلې خپل ځانونه د مرکز قلعه‌نو ښار دروازو ته را رسولي دي.