پرون مازدیګر د فاریاب ولایت قیصار ولسوالي د وسله‌والو طالبانو لاس ته ولوېده، خو ۳۰ امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې له سخت مقاومت وروسته بریالي شوي چې یوازیني پاتې کلي (کوهي) ته ځان ورسوي او له نورو سرتېرو سره یوځای شي. خو لږ ځنډ نه وو وتلی چې دغه کلی هم طالبانو ونیوو او د شاوخوا ۱۰۰ سرتېرو له برخلیک څخه هېڅ خبر نه شته.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالمنان قاطع سلام‌وطندار ته ویلي، نوموړي داسې رپوټونه تر لاسه کړي چې له ۱۰۰ډېر کلابند سرتیرو څخه یې ۲۰ وژل شوي او د ۸۰ نورو سرتېرو په اړه معلومات نه شته.

د ولایتي شورا د دغه غړي په خبره، طالبانو دا شمېر سرتیري د ۷عرادې هاموې ټانګونو په شمول له ټولو جنګي امکاناتو سره نیولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «سل سرتیري چې د کوهي کلي په امنیتي بېز کې ځای پرځای وو د بېز او د یاد کلي له سقوط وروسته ټول طالبانو نیولي دي او شاوخوا ۲۰ تنه له دوی وژل شوي او پاتې یې طالبانو نیولي دي.»

د قیصار په ولسوالي کې یو مدني فعال معروف مبارز وايي، طالبانو د امنیتي ځواکونو نیول شوي کسان د کوهي له کلي د قیصار ولسوالي بوري کلي ته لېږدولي دي، خو د وژل شویو او ټپیانو شمېر یې ډېر دی.

هغه وایي: «طالبانو بندیان له یوه کلي بل کلي ته لېږدولي دي، د دې ځواکونو سیمه‌ییز قوماندانان او ولسي پاڅونوال په ټپي حالت کې طالبانو نیولي دي.»

ورته مهال په ټولنیزو رسنیو کې د قیصار ولسوالي د سقوط په اړه نیوکې له دې دي چې د ولسوالي مرکز ته نږدې د پوځ ځواکونو کنډک له لوري مرسته نه ده شوې.

یوه سیمه‌ییزه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وایي، د پوځ کنډک د جګړې شدت او په لاره کې د احتمالي ماینونو د شتون له امله ونه شو کړای د ګیر پاتې سرتېرو مرستې ته ور ودانګي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټر‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې د فاریاب د مدني ټولنې رییس سید زین الدین عابدي وايي، د قیصار ولسوالي د هوايي مرستې د نه رسېدو او د حکومت د نه پاملرنې له امله سقوط شوې او د دولت اباد ولسوالي ډېرې برخې هم د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

هغه وویل: «د فاریاب په یو‌شمېر ولسوالیو کې وضعیت له کنټروله وتلی دی او د حکومت د نه پاملرنې له امله قیصار سقوط شوی او دولت اباد هم د سقوط په حال کې دی.»

بل‌خوا د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبیګ هم وايي، نن سهار طالبانو دولت اباد ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو دوه پوستې نیولي او ښايي د دې ولسوالي مرکز هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.

په رپوت کې مو د فاریاب امنیتي چارواکو د نظر اخیستو هڅه وکړه، خو چا مو پرلپسې ټیلیفوني اړیکو ته ځواب ور نه کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام