مجاهد: د «اعدام حکم» عملي کول د افغانستان کورنۍ موضوع ده، نړیوال دې لاسوهنه نه کوي

د اسلامي امارت سرپرست حکومت ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد د «اعدام حکم» پر عملي کولو او د خلکو په مخ کې د څو کسانو پر را ځړولو د نیوکو په غبرګون کې وايي، نور هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. هغه ټینګار کوي چې د اعدام حکم عملي کول د خلکو د غوښتنو، اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ کېږي.

سپینه ماڼۍ: د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک د پانګې لیږد ناشونی دی

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي چې د امریکا متحده ایالاتو د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک هېڅ پانګه به د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي. خو نوموړې ټينګار کړی چې د بایډن د اجرایي فرمان موخه د بشردوستانه مرستو د استفادې لپاره افغانانو ته د دې پیسو د یوې برخې د ورکړې زمینه برابرول دي.

د غور په محکمو کې د قضیو هواري لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې

هره ورځ د غور او د یاد ولایت له ګاونډیو ولایتونو څخه ګڼ‌شمېر کسان د خپلو حقوقي او جنایي قضیو د هواري لپاره د دغه ولایت محکمو ته مراجعه کوي. دوی وایي چې د ګڼې ګوڼې له امله، ډېر کله خلک اړ کېږي چې خپل نوبت ته اوونۍ-اوونۍ په تمه شي.