Asset 1SWN

مجاهد: د «اعدام حکم» عملي کول د افغانستان کورنۍ موضوع ده، نړیوال دې لاسوهنه نه کوي

اقدام

د اسلامي امارت سرپرست حکومت ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد د «اعدام حکم» پر عملي کولو او د خلکو په مخ کې د څو کسانو پر را ځړولو د نیوکو په غبرګون کې وايي، نور هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مجاهد په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «دغه مسایل د افغانستان کورني موضوعات دي او هېڅ هېواد دې په‌کې لاسوهنه نه کوي او ورپورې اړه نه لري.»

هغه ټینګار کوي چې د اعدام حکم عملي کول د خلکو د غوښتنو، اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ تازه په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د افغانانو د اعدامولو لړۍ درېدو غوښتنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام