رییس‌الوزرا: کابل کې دې د سوالګرو د ډېروالي لاملونه وڅېړل شي

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا د کابینې په غونډه کې په پلازمېنه کابل ښار کې د سوالګرو د ډېروالي لاملونو په اړه د څېړنې امر کړی دی.
د کابینې په غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او سرې میاشتې ټولنې ته دنده سپارل شوې چې په کابل ښار کې د سوالګرو د زیاتوالي لاملونو په اړه معلومات راټول کړي.

 د یونان د کډوالو په کمپ کې د افغانانو نامعلوم برخلیک

په هېواد کې د ناامنیو زیاتوالی، وزګارتیا، اقتصادي ستونزې او د ژوند لپاره د مناسبې فضا محدودیت هغه لاملونه دي چې ګڼ‌شمېر ځوانان یې نامنظمې کډوالۍ ته اړ کړي دي.

۲۵ کلن عبدالخالق هغه افغان کډوال دی چې اوس په یونان کې د کډوالو یوه کمپ کې ژوند کوي. هغه وايي، د نړۍ هېڅ ځای د خپل هېواد په څېر نه‌شي کېدای.