د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وايي، په دغه ولایت کې ۶۰ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي. د نوموړي په وینا، څو ساعته وړاندې د سرپل د مرکز اړوند په «بغاوي» سیمه کې د ملي اردو څلورم کنډک او په «سنګ توده» سیمه کې درې امنیتي پوستې له تجهیزاتو او امکاناتو سره د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

خرم وايي، ۵۰ د ملي اردو او ۱۰ د پولیسو سرتېري له طالبانو له لوري تر څو ورځنۍ کلابندۍ وروسته دې ډلې ته تسلیم شوي دي. هغه زیاتوي، سرپل په څلورو برخو کې کلابند دی او که په اړه یې روانه بې‌غوري دوام ومومي، دغه ولایت به د طالبانو لاس ته ورشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرپل د ولایتي شورا غړي وايي چې اوس هم د سوزمه‌کلا ولسوالي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د دوو پوستو سرتېري کلابند دي.



په همدې حال کې د ملي روغې جوړې شورا مرستیال عنایت‌الله بابر فرهمند وايي، د سرپل ولایت د مرکز په څنډو کې جګړه روانه ده او سوزمه‌کلا ولسوالي هم کلابنده شوې او په وینا یې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هلته د مرمیو او خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي، یوازې ۳۰ کومانډویان له مرکزه ورغلي چې په خبره یې، بسنه نه کوي او باید د کومانډویانو یوه قطعه سرپل ته ورشي او هوايي بریدونو ته زور ورکړي. د ملي روغې جوړې شورا مرستیال وايي، د سرپل نظامي شورا له یوې اوونۍ راهیسې تازه دمو ځواکونو او هوايي بریدونو ته په تمه ده.

خو د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو قوماندان غلام مصطفی وردګ وايي، د کومانډویانو په ګډون، تازه دمي ځواکونه سرپل ته رسېدلي او ډېر ژر به د طالبانو ځپلو په موخه ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي. د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو ویاند محمدحنیف رضايي بیا په سرپل کې د طالبانو لاس ته د ملي اردو د څلورم کنډک په لاس ورتلل بې‌بنسټه بولي.

بله‌خوا د سرپل اوسېدونکي او مدني فعالان اندېښمن دي چې دغه ولایت له ګواښ سره مخ دی او که ژرترژره یې د ژغورلو لپاره ګامونه اوچت نه شي، ناورین به جوړ شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام