د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد کانګرېس ته یو لیک لېږلی او په‌کې لیکلي یې دي چې د امریکا متحده ایالات د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

بایډن لیکلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې پر پېښو ترهګریزو ګواښونو سترګې نه پټوي او د ترهګرۍ مخنیوي او دغو ګواښونو پر وړاندې به خپل ځواک له سره تنظیم کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د ولسمشر په لیک کې زیاته شوې: «د امریکا متحده ایالات د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې هغو خبرواترو بشپړ ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ کېږي او په سیمه کې له نورو هېوادونو، په تېره پاکستان څخه غواړي چې په افغانستان کې د ثبات راتلو د ملاتړ لپاره ډېر ګامونه اوچت کړي.»



په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي هم پرون ویلي و چې د دغه هېواد د ګډو ځواکونو لوی درستیز مکېنزي او همکاران یې پر هغو قراردادي هوکړو کار کوي چې وکولای شي په دوامداره توګه په راتلونکي کې د افغان ځواکونو، په ځانګړي ډول د هغوی الوتکو د ساتنې په برخه کې ملاتړ ته لاره هواره کړي.

د چارو شنونکي هم د امریکا له لوري د افغان ځواکونو د ملاتړ دوام ګټور بولي او زیاتوي چې اغېز یې له ښه مدیریت سره تړلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

د نظامي چارو شنونکی عتیق‌الله امرخېل باور لري چې په هېواد کې کېدونکي نظامي عملیات له کلونو راهیسې د افغان ځواکونو له لوري کېږي او یوازې اړتیا ده چې لپاره یې اسانتیاوې او تجهیزات برابر شي.

د نوموړي په وینا، که له افغان ځواکونو سره پر خپل وخت مرستې وشي او اوسنۍ انګېزه یې وساتل شي، د هېواد د وضعیت پر ښه کېدو مثبت اغېز کولای شي.

د امریکا د ګډو ځواکونو پوځي قوماندانۍ تر دې وړاندې ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د را اېستلو لړۍ ۵۰ سلنه بشپړه شوې او د جو بایډن د پلان له مخې، ټاکل شوې د ټولو ځواکونو د را اېستلو لړۍ یې د روان زېږديز کال د سپټمبر تر یوولسمې پورې بشپړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام