د هېواد په کچه په یوشمېر ولایتونو کې د جګړو او د تاوتریخوالي زیاتېدو خلکو اندېښمن کړي دي. همدا اوس په لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، لغمان، نورستان، ننګرهار، بغلان، سرپل، هرات، بلخ، فاریاب او ګڼشمېر نورو ولایتونو کې د افغان او وسلهوالو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.
د جګړو پر دوام د لغمان په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو پرضد د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي او د چارواکو په وینا چې وسلوال طالبان یې په شاه تمبولي دي. د لغمان والي رحمت الله یارمل وایي چې په روانو عملیاتو کې یې طالبانو ته درنه مرګژوبله هم اوښتې ده، خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایې، په لغمان کې کومې سیمې چې دوی نیولې وې، ټولې یې د دوی تر کنټرول لاندې دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار په اچین ولسوالي کې هم د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ بېګاه شپه جګړه شوې او ورسره خواکې د نورستان والي حفیظ عبدالقیوم وایې چې بېګاه شپه وسلهوالو طالبانو د دوآب پر ولسوالي برید کړی چې د افغان ځواکونو له لوري په شا تمبول شوی دی. نوموړی زیاتوي چې په دې جګړه کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لورته له لوګر ولایت څخه هم د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي. د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د مرکز پل علم ښار امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی او د جګړو د ډېروالي له امله د ښار امنیتي ګمربند هم مات شوی دی. د لوګر اوسیدونکي وایې چې په ولسوالیو کې لسګونو امنیتي پوستو سقوط شوي او وسلهوال طالبان د ښار ترڅنډو رارسېدلي دي. د دوی په وینا، ښار کې وژنې په خپلو سترګو ویني، هټۍ تړلي او خلک زړه نه ښه کوي چې له کورونو را ووځي.
خو د دې ولایت محلي چارواکي وايي چې دوی د وسلهوالو د ځپلو لپاره هوايي او ځمکني عملیات کړي چې په پایله کې یې ۱۳ وسلهوال وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې پرون ورځ د لوګر ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه ولایت کې به د دولت ضد وسلوالو پر وړاندې ډېر ژر پراخ او په لوړه کچه چاڼیز عملیات پیل شي.
بل لور ته په زابل او کندهار کې هم خلک د ناامنیو او جګړو له زیاتېدو اندېښنې ښایي او وایې چې له امله یې ډېر خلک بېځایه شوي دي.
په ورته مهال دهېواد په شمال د بلخ ولایت په ځینو سیمو او د فاریاب، جوزجان، سرپل او بغلان ولایتونو کې هم د امنیتي ځواکونو پر پوستو وسلهوالو طالبانو بریدونه کړي دي.
- ولسي جرګه: اوسنیو نازکو شرایطو ته په کتو د بهرنیانو وتل د اندېښنې وړ دي
- بغلان کې د جګړې دوام او په اړه یې د خلکو اندېښنې
- د هېواد ناسم امنیتي وضعیت د ولسي جرګې اندېښنې راپارولي
بغلان کې هم جګړې زور اخیستی او د دې ولایت د ولایتي شورا د پخوانی غړی محمد ظریف ظریف په وینا چې په مرکزي بغلان او نهرین ولسوالیو کې د وسلوالو مخالیفنو خوځښتونه ډیر شوي دي.
نوموړی وایي: « که پاملرنه ونه شې مونږ به د دې شاهدان یو چې سختې جګړې به وشې او ډېرې سیمې به طالبان ونیسي چې دا زما او د بغلانیانو د اندېښنه وړ ده، تېره ورځ هم د قند فابریکې ځینې سیمې یې ونیولې او څو تنه امنیتي کسان یې شهدان او ټپیان کړل.»
بلخوا د ملي دفاع وزارت هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ناامنیو زیاتېدل تاییدوي او وایې چې د وسلوالو طالبانو خوځښتونه له دې امله زیات شوي چې په نږدې راتلونکي کې د افغان سولې په تړاو له هېواد څخه بهر ځینې غونډې کېدونکې دي او دوی غواړي جوړېدونکو غونډو کې هېواد کې د جګړو په شدت سره امتیازونه ترلاسه کړي. د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزی وایې چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د دوی ډېری بریدونه شنډ کړي او په شاه یې تمبولي دي.
هغه وایي: « په کومو سیموکې چې د دوی تحرکات وو هلته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوې دی، چیرته چې یې مقاومت کړی دی هلته یې ډېر تلفات ورکړي دي او دا مبارزه د هېواد په کچه د دوی پر وړاندی دوام لرې.»
دا په داسې حال کې دی چې د وسلهوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو د جګړو د زیاتوالي له امله ګنشمېر هېوادوال له خپلو مېنو بېځایه شوي او د ژوند له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.