Asset 1SWN

کندهار کې یوه ۱۶ کلن هلک ځان را ځړولی

unnamed

د کندهار د والي ویاند  حاجي زید سلام‌وطندار ته ویلي چي یوه ۱۶ کلن هلک د دغه ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د خوشکیار کرنیز مارکېټ په دویم پوړ کې ځان را ځړولی او وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه هلک عتیق‌الله نومېږي او د زابل ولایت د ښار صفا ولسوالي اوسېدونکی و. عتیق‌الله اوس په کندهار ښار کې یوه هټۍ کې شاګرد و.

هغه ته نږدې کسانو امنیتي مسوولانو ته ویلي، یاد هلک له خپل پلاره د دې لپاره شکایت کاوه چې سخت کارونه پرې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا یوازې کندهار نه‌دی چې دغه ځوان په‌کې ځان وژني، بلکې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې داسې پېښې ډېرې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام