Asset 1SWN

د ا.ا او پاکستاني ځواکونه په سپین‌بولدک کې بیا سره نښتي

تصوير

د ا.ا او پاکستاني ځواکونه د کندهار د سپین‌بولدک اړوند د ډیورنډ پر فرضي کرښې بیا سره نښتي دي.

کندهار کې يوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده نښته د شېرو اوبو سیمه کې پر فرضي کرښې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ا.ا پر ځواکونو داسې مهال ډزې شوي چې افغان لوري په سیمه کې پوستې جوړولې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سرچینې په وینا، اوس هم د سپکو وسلو ډزې روانې دي.

په ورته وخت کې د کندهار ځايي چارواکي په سپین‌بولدک کې د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته نه رد او نه هم تایید کړې ده.

د ا.ا او پاکستان نظامیان په تېره شاوخوا یوه میاشت کې دا څویم ځل دی چې د کندهار په سپین‌بولدک او د پکتیا په ډنډ‌پټان کې د ډیورنډ پر فرضي کرښې سره نښتي چې له کبله یې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام