د اینډېپېنډېنټ فارسي سایټ د یوې سرچینې په خبره ویلي، د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال ندیم احمد انجم د تېرې جمعی پر ورځ د ترکیې په انقرې ښار کې د افغانستان د یو‌شمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور او محمد محقق سره لیدلي دي.

د رپوټ له مخې، پاکستاني لوري دې لیدنه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د چارو ځینې کارپوهان وایي، د دغې لیدنې د ترسره کېدو په صورت کې ښایي د پاکستان د استخبارانو مشر د سیاسي ګوندونو له یادو مشرانو څخه د اسلامي امارت پر وړاندې د ملاتړ ژمنه کړې وي.

د چارو کارپوه او د ولسي جرګې پخوانی غړي میربت‌خان منګل وايي، د هغه د معلوماتو له مخې پاکستاني چارواکو تر دې مخکې هم له یادو کسانو څخه غوښتي وو چې په ځینو مسایلو د خبرو لپاره ورسره وویني.

د نوموړي په وینا، ښايي دا لیدنه شوي وي، خو هغه ډلې چې پاکستان کې اوسېدلې او یا که د دغه هېواد له‌خوا یې ملاتړ شوی، خپلو موخو ته چې کله رسېدلي، نو پاکستان یې له ملاتړه لاس اخیستی او په بل غوراوي یې کار کړی، څو افغانستان ناامنه واوسي.

د ولسي جرګې د پخواني غړي میربت‌خان په وینا، د سیمې د هېوادونو استخبارات هم هڅه کوي چې د خپلو موخو لپاره نورو هېوادونو کې مېشتو افغان سیاستوالو سره وګوري.

د حق او عدالت ګوند مشر او د چاور کارپوه ډاکټر معین‌خان څمکنی وایي، که د دغو سیاسي ګوندونو مشرانو د ای‌اېس‌ای له مشر سره ليدلي وي، نو پاکستان په دې کار سره غواړي نړۍ ته وښيي چې اوس هم په اسلامي امارت اغېز لري او افغانستان کې د امن راوستو او سیاسي ثبات په ګټه کار کوي.

نوموړی زیاتوي، د پاکستان بله موخه ښایي دا وي، وروسته له هغې چې دغه هېواد کې خونړی برید وشو او سره له دې چې اسلامي امارت دا مسله رد کړه خو پاکستاني چارواکو وویل چې دا برید د هندوستان په مټ له افغانستان څخه رهبري شوی.

د هغه په وینا، پاکستان اوس غواړي د سیاسي ګوندونو له استازیو سره په لیدو اسلامي امارت ته ګواښ وکړي چې اسلام‌اباد هم کولای شي، طالبانو ته خطر رامنځ ته کړي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «که دا سفر شوی وی، نو ښایي یوه موخه یې هم دا وي چې که تاسې، زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوئ، نو مونږ به هم د تېر په شان ستاسو مخالیفین فعاله کړو او له تاسو سره به په جګړه اخته شې. ستاسو حکومت به بی‌ثباته او امنیت به خراب کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د بې‌باورۍ اندېښنې په ډاګه شوې وې. د ځینو رپوټونو پر اساس، وروسته له هغې چې اسلامي امارت پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له‌خوا د اغزن تار غځولو مخه ونیوله، د دواړو لوریو ترمنځ جګړه هم رامنځته شوې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام