د امریکا ولسمشر وايي چې دولت یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره د روان ډیپلوماټیک بهیر بشپړ ملاتړ کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن چې پرون په انلاین ډول د مونیخ په امنیتي غونډه کې خبرې کولې وویل، دا چې یو ځل بیا د ترهګرو پر ځالې د افغانستان نه بدلېدو او د امریکا، د متحدانو او د هغو د ګټو پر وړاندې د ګواښ نه موجودیت په اړه د ډاډ ترلاسه کېدو پر موضوع به ودرېږي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د پرمختګ په اړه په ناټو کې له خپلو متحدانو او شریکانو سره سلا مشورو ته ژمن دی. بایډن د خپل کار له پیل وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغان سولې په اړه خبرې کوي.

د افغان سولې بهیر د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال له اوږدو خبرواترو وروسته پیل شو او دغه هېواد د تېر کال په کب میاشت کې له طالب ډلې سره د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د جو بایډن دولت اوس له طالب ډلې سره د امریکا د سولې په هوکړه‌لیک کې ټولې شوې ژمنې ارزوي. د دغه هوکړه‌لیک له مخې، طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او له افغان دولت سره د سولې مانا لرونکي مذاکرات پر مخ یوسي.

دغه راز، بهرني ځواکونه باید د روان میلادي کال تر مې میاشتې پورې افغانستان پرېږدي. د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو جوړه شوې وه، په دې اړه کومه پرېکړه ونه شوه.

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین هم ویلي چې هېواد به یې په بیړه له افغانستانه خپل سرتېري ونه باسي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام