د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې تر اوسه له افغانستانه د دغه سازمان د ځواکونو اېستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

نوموړي د پنجشنبې په ماښام د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د دوه‌ ورځنۍ غونډې په پای کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د ناټو متحدان د افغانستان وضعیت ارزوي او د طالبانو هر ډول تاوتریخوالی به په دغه هېواد کې وضعیت سرچپه کړي. هغه له طالب ډلې وغوښتل چې تاوتریخوالی کم او مسایل له سوله‌ييزې لارې حل کړي.

د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه چې په انلاین ډول جوړه شوې وه، په افغانستان او عراق کې د ناټو د غړیو هېوادونو د سرتېرو پر راتلونکې خبرې وشوې.

ینس سټولټنبرګ وايي چې اوس په افغانستان کې د ناټو اروپايي متحدانو ۱۰ زره سرتېري شته چې په وینا یې، موجودیت یې له شرایطو سره تړلی دی.

اوس په افغانستان کې د ناټو ۹ زره او ۵۹۲ سرتېري شته. د امریکا د ۲ زره او ۵۰۰، المان د ۱۳۰۰، اېټالیا د ۸۹۵ او بریټانیا د ۷۵۰ سرتېرو په لرلو سره د یادو ځواکونو لویه برخه جوړوي.

د ناټو سرمنشي زیاتوي چې دغه سازمان په غوڅ ډول د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي او خپل حضور یې هم د دغه بهیر د یوې برخې په توګه تنظیم کړی دی.

سټولټنبرګ د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې له پیل مخکې هم ټینګار کړی و چې د دغه سازمان هېڅ نظامي متحد نه غواړي له لازمې مودې ډېر په افغانستان کې پاتې شي، خو دغه هېواد به له مناسب وخت مخکې خوشې نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب ډله د دوحې هوکړې پر بنسټ، تر مې میاشتې پورې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي، خو د ناټو سرمنشي وايي چې طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او په یاده هوکړه کې یې پر کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

تر دې مخکې د جو بایډن په مشري د امریکا نوي دولت هم ویلي چې له طالب ډلې سره د دغه هېواد هوکړه‌لیک ارزوي. د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د همدغه هوکړه‌لیک له مخې، په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲ زره او ۵۰۰ ته را ټیټ کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام