Asset 1SWN

د مسعود اندرابي لرې کول د سیاسي هوکړې خلاف دي

EpbkFh_WMAETBYf-p4hfb9br0w23bd7ekbd41lbb428i6qsiuzyp7vdqc4

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کورنیو چارو وزارت څخه د مسعود انداربي ګوښه کېدو سره مخالفت کړی او دغه پریکړه یې عجولانه بللې ده.

يادې شورا نن د شنبې په ورځ (حوت یا کب میاشتې په ۳۰مه) یوه اعلامیه کې ویلي، مسعود اندرابي له مشورې او موجه دلایلو پرته او د سیاسي هوکړې خلاف له دندې ګوښه شوی دی.

اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پرېکړه اوسنیو شرایطو کې د هېواد د ګټو خلاف او دوی ته د منلو نه‌ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دا مهاله د عبدالله عبدالله د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي امنيت شورا دفتر تېره ورځ وويل، ولسمشر محمد اشرف غني د بېلابېلو حكمونو پر بنسټ د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال ايوب سالنګي د ياد وزارت د لومړي مرستيال په توګه ټاکلي دي.

له دې وړاندې محمدمسعود اندرابي د کورنيو چارو وزير او صبور قانع د ياد وزارت د امنيتي معين په توګه کار کاوه.

له ملي امنيت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ګومارنې د امنیتي سکټور په رهبري او لیکو کې د لازمو اصلاحاتو د راتګ، د امنیتي وضعیت د ښه‌والي، د هېوادوالو د سر او مال د خوندیتوب او تر ۲۰۲۴ مېلادي کال پورې د پر ځان بسیا کېدنې د اجنډا د ښه تطبیق په موخه شوي دي.

د ملي امنیت شورا اعلامیه کې ویل شوي و چې د پوځ لوی درستیز محمد یاسین ضیا د دغې وظیفې په حفظ سره د دفاع وزارت سرپرست په توګه ګمارل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام