د مخکیني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هند ته له ۴۳ ورځني سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.

د هغه ښه راغلاست لپاره نن (شنبه، د جوزا ۲۱) د کابل هوايي ډګر ته د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل‌هادي مسلمیار او د اسلامي امارت یوشمېر مشران ورغلي وو.

عبدالله عبدالله هېواد ته د بیرته راګرځېدو پرمهال د کابل هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل، هیله لري چې ټول افغانان هېواد کې د عدالت سیوري او ښې فضا کې په سوله‌ییزه توګه ژوند وکړي.

هغه د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې په دې برخه کې کار وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلامي امارت تر کوچني اختر وړاندې عبدالله عبدالله ته اجازه ورکړه چې کابل څخه بهر شي. هغه د خپلې کورنۍ لیدو لپاره هند ته تللی وو.

اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د عبدالله عبدالله، د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د فضل‌هادي مسلمیار پر بهرني سفر بندیز لګولی و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ښاغلي عبدالله او مسلمیار تر دامهاله بهرنی سفر کړی، خو اسلامي امارت لا هم حامد کرزي ته اجازه نه ده ورکړې چې بهر ته سفر وکړي.

د یادونې ده چې اسلامي امارت هېواد ته د سیاسي چارواکو راګرځولو لپاره دې وروستیو کې افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون هم جوړ کړی دی. تردامهاله د دغه کمیسیون په هڅو د مخکیني حکومت څو چارواکي بیرته کابل ته راګرځېدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام