Asset 1SWN

عبدالله: د تاوتریخوالي کمولو په موخه د طالب بندیانو خوشې کولو ښه پایله نه ده ورکړې

EeQvlHnWkAAh69R

 

که څه هم له دې وړاندې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دا خبره کړې وه چې ډېری خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شوي، دا ځل د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله همدا خبره کوي او وايي، د بندیانو خوشې کولو ګټه نه ده کړې.

عبدالله چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د امنیتي خبرو اترو په نهم پړاو کې د ګډون په موخه هرات کې دی، نن شنبه یې د دې ولایت له یو شمېر ښځو سره د ناستې پرمهال د سولې په خبرو اترو کې د ښځو د ونډې او غوښتنو په تړاو خبرې کړې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا رييس په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچې له نه کمېدو نیوکه کړې او ويلي دي، د تاوتریخوالي او جګړو کمېدو په موخه د افغان دولت له زندانونو د طالبانو خوشې کولو هېڅ ګټه نه ده کړې.

عبدالله د افغان دولت د مرکچي پلاوي له خوا د هڅو پر داوم ټینګار کړی او وايي، د سولې د ټینګښت لپاره لاهم خورا سختې ورځې پر وړاندې موجودې دي.

د ملي مصالحې شورا مشر دغه راز ټینګار کوي چې په افغان جګړه کې د سیمې هېوادونه ښکېل دي او درول یې د افغان حکومت له وسه بره خبره ده.

عبدالله ټینګار کړی چې د افغان دولت مرکچي پلاوی د باعزته سولې د ټینګښت لپاره پوره هڅه کوي خو که چېرې دغه هڅې مثبته پایله ونه لري، د سولې اړوند موضوعات به له ولس سره شریک شي ترڅو په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا رييس افغان ښځو ته ډاډ ورکړ چې د خلکو غوښتنې او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه به د سولې په خبرو کې معامله نه شي.

عبدالله یوه ورځ وړاندې هم د هرات امنیتي خبرو اترو په لومړۍ ورځ د سولې د بین‌الافغاني خبرو له نه پرمختګ اندېښنه څرګنده کړه او پر طالبانو یې تور پورې کړ چې په دې خبرو کې نرمي نه ښيي.

په ورته حال کې یو شمېر ښځو له عبدالله عبدالله سره ناسته کې له طالبانو سره د خبرو پر مېز د حکومت له کمزوري دریځ نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د طالب بندیانو په خوشې کولو سره هېواد کې نا امنۍ لوړې کچې ته رسېدلې دي.

تېره ورځ د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم وویل چې ښايي طالبان د اوربند یا اورکم په بدل کې د لنډمهاله حکومت غوښتنه وکړي؛ هغه غوښتنه چې افغان حکومت تر اوسه ورته «نه» ویلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام