طالبان ۳ ولایتونو کې د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته جګړه کوي

د کندوز، پکتیا او فاریاب ولایتونو امنیتي او محلي مسوولان وايي، طالبان د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته نظامي ځایونه تشخیص او ځینو مواردو کې یې په امنیتي پوستو بمونه غورځولي دي.

سلام‌وطندار یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو له خوا کندوز کې د تصویر اخیستونکيو بې‌پیلوټه الوتکو له لارې نظامي ځایونو څخه د تصویرونو اخیستو او د ډرون له لوري پر ځینو دولتي ځایونو د بم غورځولو په اړه راپور خپور کړ.

عبدالله: د تاوتریخوالي کمولو په موخه د طالب بندیانو خوشې کولو ښه پایله نه ده ورکړې

که څه هم له دې وړاندې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دا خبره کړې وه چې ډېری خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شوي، دا ځل د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله همدا خبره کوي او وايي، د بندیانو خوشې کولو ګټه نه ده کړې.

راتلونکيو څو ورځو کې به د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راشي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان لومړی وزير عمران خان به راتلونکيو څو ورځو کې کابل ته راشي.

د ياد وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د عمران خان په دې سفر کې به نوموړی له ولسمشر غني سره د افغان سولې پروسه کې د پاکستان په رول او مهمو دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

«پر کابل پوهنتون د بريد طراح ونيول شو»

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د بريد طراح يې نيولی دی. نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، پر کابل پوهنتون د برید طراح عادل د محمد عارف زوی د پنجشېر اوسېدونکی دی چې تر درېیم ټولګي پورې یې د شرعياتو  پوهنځی لوستی دی.