Asset 1SWN

تخار کې د طالبانو برید کې ۵ افغان ځواکونه وژل شوي

F476DDFE-DC91-4A8F-A1CC-EEAFE8FAEB26_w1200_r1-oye5cvaqwhsgjpzd4eww7j0klf29ftejqrin9xfyj8

 

تخار کې ځايي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، طالبانو تېره شپه خواجه‌غار ولسوالۍ کې د پوځ په یوې پوستې برید کړی چې ۵ سرتېري په کې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، کومانډو ځواکونه تېر ماښام د دې لپاره چې باران دی او طالبان به خوځښتونه ونه‌لري، له هواشناسي اډې څخه امنیې قومندانۍ ته تللي وو.

که څه هم طالبان نه دي توانېدلي چې دغه اډه ونیسي، خو ځايي مسوولان د خواجه‌غار ولسوالۍ ترینګلي امنیتي وضعیت څخه اندېښنه ښيي.

په همدې حال کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند هادي نظري د طالبانو برید تاییدوي خو وايي، دواړو لورو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې شمېر یې نه دی معلوم شوی.

طالبانو هم تراوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام