یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ مرکز بالاحصار کې د امنیتی ځواکونو په یوه پوسته د طالبانو په یوه برید کې ۱۲ امنيتي سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
خو د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي وايي چې د طالبانو برید په شاه تمبول شوی دی. نوموړی د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې په اړه څه نه وايي.
د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو برید په شاه تمبول شوی او په دې جګړه کې د طالبانو ۱۰ کسان وژل شوي او ۵ یې ټپیان شوي دي.
د مرادي په خبره چې په دې جګړه کې ۵ امنیتی سرتېري وژل شوي او ۲ ټپیان دي؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې پوسته يې نیولې او په دې برید کې یې ۱۷ افغان سرتېري وژلي، ۱۰ ټپیان او ۴ نور یې ژوندي نیولي دي.