Asset 1SWN

سلام وطندار

زابل کې طالبانو ۵ پوليس وژلي او ۶ يې ټپيان کړي

ZABUL

د زابل په شاه‌جوی ولسوالۍ کې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو پر يو شمېر پوستو بريدونه کړي چې له کبله يې ۵ پوليس وژل شوي.

سرچينه وايي، د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دغو نښتو کې  ۶ پوليس ټپيان شوي هم دي.

د سرچينې په وينا، په دغو نښتو کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې؛ خو د کره شمېر په اړه يې معلومات نه‌لري.

وسله‌والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام