Asset 1SWN

طالبانو فاریاب کې يو نظامي او ۴ملکيان وژلي

Faryab-Pic-p4fwfctcif71onbcg7y0m7cst17lk2ldv6pzo52m50

فارياب کې محلي سرچينې وايي، طالبانو گرزیوان ولسوالۍ کې تېره شپه د يوې مور او لور او د دوه وروڼو په ګډون ۵ کسان وژلي دي.

يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو د پنج‌شنبې په شپه  د ګرزيوان ولسوالۍ «سرچکان» سيمه کې دوه وروڼه چې ملکيان دي، په يوه باغ کې وژلي دي.

د سرچينې په وينا، دغه دوه کسان د ګرزيوان ولسوالۍ د محلي پوليسو د قومندان نقیب‌الله طوفان خپلوان وو.

نقیب‌الله طوفان هم دغه موضوع چې طالبانو دغه دوه وروڼه په دې تور وژلي چې د نوموړي خپلوان وو، تاييدوي.

په ورته وخت کې د ګرزيوان ولسوال فیض‌الله رحماني وايي، نن سهار د ملا حشمت په نوم د طالبانو يو قومندان يو محلي اردو او د ياد اردو يوه خور او خورزه وژلي دي.

د نوموړي په وينا، دغه پېښه د ګرزيوان ولسوالۍ «جرقلعهٔ» سيمه کې شوې ده.

طالبانو د دوه وروڼو وژل رد کړي دي؛ خو د درې نورو کسانو د وژلو په تړاو يې څه نه دي ويلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام