Asset 1SWN

فاریاب کې یوې ښځې څلور ماشومان زېږولي

IMG-20230213-WA0018-q2446kc74ahpv7i0s5322i5hjpkph3kz8gfxjmpaiw

د فاریاب روغتیايي مسوولان وايي چې یوې ښځې د دغه ولایت په المار ولسوالي کې څلور ماشومان زېږولي دي.

فاریاب کې د ۳۰۰بستریز روغتون رییسه فوزیه سلیمي وايي، دغې ښځې نن سهار د المار ولسوالي په کلینیک کې څلور ماشومان چې ټولې نجونې دي، زېږولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د فاریاب د ولایتي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول نعمت‌الله عزیزي سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد ماشومان د څارنې او ساتنې په موخه دغه روغتون ته ور وړل شوي چې په خبره یې، د درېوو ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه او د یوه د اندېښنې وړ دی.

بله‌خوا د دې ښځې د کورنۍ غړی نوراغا وايي چې د زېږېدلیو ماشومانو پلار درې میاشتې مخکې د اقتصادي ستونزو له کبله ایران ته تللی دی.

هغه د فاریاب له مسوولانو غواړي چې د تازه زېږېدلیو ماشومانو د څارنې او ساتنې لپاره ورسره همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام