Asset 1SWN

راتلونکيو څو ورځو کې به د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راشي

Imran-Khan-oyeczzo59sesqwcplu4silojyh0veim7whlx2jinbo

 

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان لومړی وزير عمران خان به راتلونکيو څو ورځو کې کابل ته راشي.

د ياد وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د عمران خان په دې سفر کې به نوموړی له ولسمشر غني سره د افغان سولې پروسه کې د پاکستان په رول او مهمو دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

ګران هېواد ویلي، ولسمشر غني د سېپټمبر په ۲۵مه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره افغانستان کې د اوربند د ټینګښت په اهمیت غږېدلی و او هغه ته یې د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.

دا به لومړی وار وي چې واک ته تر رسېدو وروسته به عمران خان افغانستان ته سفر وکړي.

هغه داسې مهال کابل ته سفر کوي چې افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او جګړو، چاودنو او هدفي وژنو کې هره ورځ ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام