د «مخلصین» په نوم یوې ډلې نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال هېواد ته د بیا راتګ خبر وکړ. د دې ډلې يو شمېر غړي وايي چې اسلامي امارت ته د مشورې ورکولو لپاره بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې ډلې غړي عبدالمتین صافي وویل چې د حکومتوالۍ، د پرمختګ مدیریت، اقتصادي ازادۍ او له اسلامي امارت سره د ملي پیوستون په اړه د مشورې ورکولو په موخه بېرته هېواد ته راغلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي چې د دې ډلې ټول غړي چې بېرته هېواد ته راستانه شوي، په اروپایي هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې تجربه لري او اسلامي امارت ته به د مشورو په ورکولو کې همکاري وکړي.

د «مخلصین» ډلې بل غړي فیض‌الله جلیلي وویل چې ۲۰۰ متخصصین د دې ډلې غریتوب لري چې نن ۷ غړي یې هېواد ته راستانه شوي او وروسته به د دوی نور غړي هم راشي.

په همدې حال کې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند احمد‌الله وثیق وایي، تراوسه د سیاسي څېرو او واليانو په ګډون لسګونه افغان لوړ پوړي چارواکي چې له هېواد څخه وتلي، له دغه کمېسیون سره اړیکې نیولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «تراوسه لسګونه کسان چې په تېر نظام کې یې کار کول، اړیکې نیولي دي او ډېر ژر به یې رسنیو سره شریک کړو.»

د «مخلصین» ډلې غړي له ټولو هغو کسانو څخه چې له هېواد څخه بهر تللي دي غواړي څو بېرته افغانستان ته راشي او د خپل هېواد پرمختګ لپاره هڅه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام