د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ د افغان شخصیتونو سره د اړیکې او بېرته راستنېدو کمېسیون د جوړېدو په تړاو د اسلامي امارت له پرېکړې هرکلی کړی دی.

برانټ نن پنج‌شنبه سهار پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، که چېرته د اسلامي امارت دغه پرېکړه رښتیا وي، نو دا به د راتلونکي ټول‌ګډونه حکومت د رسمیت پېژندنې پر لور لار اسانه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د کابینې په پرونۍ ناسته کې له افغانستان څخه بهر ته د تللو شخصیتونو د بېرته راوستلو په موخه د افغان شخصیتونو سره د اړیکې او بېرته راستنېدو کمېسیون د جوړېدو طرحه تصویب کړه.

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې یاد کمېسیون به د شهاب‌الدین دلاور په مشري له هېواد څخه د وتلو شخصیتونو په بېرته راستنولو کې مرسته کوي.

تراوسه د دغه کمېسیون د فعالیتونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. د اسلامي امارت له بیا راتګ سره هم‌مهاله د مخکیني حکومت ګڼ‌شمېر لوړپوړي چارواکي او افغان شخصیتونه له هېواد څخه وتښتېدل.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار د مخکیني حکومت له چارواکو څخه غوښتنه کړې چې بېرته خپل هېواد ته راشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام