د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن یوې بهرنۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت د کورني مشروعیت او د ستونزو د حل یوازینۍ لار، د خلکو نظر ته مراجعه کول او د ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي.

هغه دغه مرکه کې رد کړه چې نړیوالې ټولنې حکومت کې د ګډون لپاره اسلامي امارت ته د مخکیني حکومت د چارواکو ۱۵کسیز نوملړ نه دی ورکړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل، سره له دې چې د اسلامي امارت چارواکي خپل حکومت ټول‌شموله بولي، خو په وینا یې، نړیوالو ته ځکه د منلو نه دی چې نه یوازې د ټولو قومونو استازي، بلکې افغان ښځې چې د ټولنې ۵۰ سلنه نفوس جوړوي، د حکومت لوړو پوستونو کې ځای نه لري.

د ده په وینا، اړتیا ده چې اسلامي امارت د ټاکنو یا لویې‌ جرګې له لارې د ټول‌شموله حکومت په جوړولو سره مشروعیت ترلاسه کړي.

 هغه زیاته کړه: «مونږ په دوحه او اوسلو کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د ټولشموله حکومت د جوړیدو په اړه ډېر بحثونه درلودل او دا مسله مو په جدي توګه ورسره شریکه کړه. اول مونږ ټینګار وکړ چې د یو ټولشموله حکومت جوړیدل، دا د بهرنیو هېوادونو د ګټې او موخو په معنی نه‌دی، بلکې دا کار باید د افغانانو لپاره وشي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ځینو چارواکو ویلي وو چې نړیوالو لومړی د اتو کسانو نوملړ ورسره شریک کړی وو چې باید حکومت کی یې ورګډ کړي، څو ورځې وړاندې بیا د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلاور وویل، نړیوالې ټولنی دغه نوملړ کې زیاتوالی راوستی دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې پخوانی غړی او د چارو کارپوه میربت خان منګل بیا وایي، داسې معلومات لري چې ځینو نړیوالو دوحه کې د اسلامي امارت چاوراکو سره د هغو ۱۵ کسانو نوملړ شریک کړی، چې باید د حکومت په لوړو پوستونو کې ځای ورکړل شي.

د هغه په وینا، نړیوال د اسلامي امارت کابینه کې د مېرمنو شتون اړین بولي، خو د اسلامي امارت چارواکي نه‌غواړي چې د کابینې غونډو کې یې میرمنې وي، نو دغه ستونزې به دوام کوي او پایلې یې هم نامالومې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته تل ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت حکومت کې باید مېرمنې او د بېلا بېلو قومونو او سیاسي ډلو استازي شامل وي، خو اسلامي امارت بیا خپل اوسنی حکومت ټولشموله بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام