د مسعود اندرابي لرې کول د سیاسي هوکړې خلاف دي

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کورنیو چارو وزارت څخه د مسعود انداربي ګوښه کېدو سره مخالفت کړی او دغه پریکړه یې عجولانه بللې.

د ملي مصالحې عالي شورا د شنبې په ورځ (حوت یا کب میاشتې په ۳۰مه) یوه اعلامیه کې ویلي، مسعود اندرابي له مشورې او موجه دلایلو پرته او د سیاسي هوکړې خلاف له دندې ګوښه شوی.

خلیل‌زاد: د اوسني وضعیت ځواب یوې سیاسي هوکړې ته رسېدل دي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان د اوسني وضعیت ځواب یوې سیاسي هوکړې ته رسېدنه او د تاوتریخوالي کمول دي. خلیلزاد تېره شپه ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، امريکا د همدې موخې لپاره پر طالبانو او افغان دولت پرله‌پسې فشارونه راوړي ترڅو تاوتریخوالی کم او د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.