د مسعود اندرابي لرې کول د سیاسي هوکړې خلاف دي

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کورنیو چارو وزارت څخه د مسعود انداربي ګوښه کېدو سره مخالفت کړی او دغه پریکړه یې عجولانه بللې.

د ملي مصالحې عالي شورا د شنبې په ورځ (حوت یا کب میاشتې په ۳۰مه) یوه اعلامیه کې ویلي، مسعود اندرابي له مشورې او موجه دلایلو پرته او د سیاسي هوکړې خلاف له دندې ګوښه شوی.

هرات کې موټربم چاودنې ۸کسان وژلي او ۵۴ ټپيان کړي

د کورنيو چارو وزارت وايي، هرات ولايت کې موټربم چادونې ۸ کسان وژلي او ۵۴ ټپيان کړي دي. د ياد وزارت وياند طارق ارین وايي، په وژل شويو کسانو کې يو نظامي، ۳ ماشومان، ۲ ښځې او ۲ نارينه شامل دي.

د طارق ارين په وينا، په ټپيانو کې بيا  ۷ نظاميان او ۴۷ ملکي کسان دي.

د ګمرکونو او ټرافیک ریاستونو ۱۰ کارکوونکي د فساد په تور ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت وايي، د اداري او مالي فساد په تور يې د ګمرکونو او ټرافیک ریاستونو ۱۰ کارکوونکي نيولي دي.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان يې په کابل کې د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رياست پولیسو له لوري د يو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې نیولي.

طالبان د راتلونکي کال جګړې لپاره چمتووالی نیسي

د ولسي جرګې غړو د ناامنیو او هدفي وژنو زیاتېدو په غبرګون کې نن د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومي رییس او د دفاع وزیر جرګې ته ورغوښتي وو، خو د دفاع وزیر دغې غونډې ته نه و ورغلی. د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي چې نن د ولسي استازو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپار ولسي جرګې ته ورغلی و وویل، طالبان د راتلونکي کال جګړې لپاره پر بشپړ چمتووالي لګیا دي.