Asset 1SWN

سلام وطندار

د پوهنې وزارت سلاکار: ۲۰ زره دیني عالمان دولتي ادارو کې جذبوو

سیدغیاث_الدین-pyyeex5bkkcfweuh17hvh8g6cld7cqhoaqrloy1evc

د پوهنې وزارت مسوولانو ویلي چې ۲۰ زره دیني عالمان به په دولتي ادارو کې جذب او دیني مدرسې به هم په رسمیت وپېژني.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پوهنې وزارت سلاکار سیدغیاث‌الدین پرون د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یوې غونډې ته وویل چې په تېرو حکومتونو کې له دیني عالمانو سره جفا شوې او دولتونو ورته ارزښت نه ورکاوه.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت پرېکړه کړې چې په دولتي ادارو کې ۲۰ زره تش بستونه د دیني عالمانو جذبولو ته ځانګړي کړي.

هغه زیاته کړې چې دیني مدرسې په رسمیت پېژني او مدرسان به یې هم په بستونو کې ځای پرځای کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر دیني عالمانو په دې غونډه کې د مدرسو د زده‌کوونکو او خصوصي مدرسو پر نه ملاتړ نیوکه کړې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې دې برخې ته جدي پام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام