د پوهنې وزارت سلاکار: ۲۰ زره دیني عالمان دولتي ادارو کې جذبوو

د پوهنې وزارت مسوولانو ویلي چې ۲۰ زره دیني عالمان به په دولتي ادارو کې جذب او دیني مدرسې به هم په رسمیت وپېژني.
د پوهنې وزارت سلاکار سیدغیاث‌الدین پرون د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یوې غونډې ته وویل چې په تېرو حکومتونو کې له دیني عالمانو سره جفا شوې او دولتونو ورته ارزښت نه ورکاوه.

ذبېح‌الله مجاهد: د نجونو ښوونځي به هرومرو پرانېستل کېږي

د ا.ا د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د دیني عالمانو په اوومه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی، نن یې په یاده غونډه کې وینا کړې ده.
هغه په دې نړیواله غونډه کې ویلي چې افغانستان کې به له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي هرومرو پرانېستل کېږي.

د ختیځو ولایتونو دیني عالمانو افغان امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړه

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې نن د ختیځو ولایتونو ګڼ‌شمېر دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال د طالبانو پر وړاندې جګړه کې ټپي شویو افغان سرتېرو ته وینه ورکړه. دیني عالمانو په دغه غونډه کې روانې جګړې او ناامنۍ وغندلې او له طالبانو یې وغوښتل چې نور دې له جګړو لاس واخلي.

د ختیځو ولایتونو دیني عالمان: پاکستاني ملایان دې د افغان جګړې په اړه فتواوې نه ورکوي

لغمان کې لسګونو دیني عالمانو نن د سولې او نظام په ملاتړ جوړې شوې غونډې پر مهال په هېواد کې وروستی امنیتي حالت د اندېښنې وړ وباله او د وسله‌والو طالبانو له لوري پیل شوې جګړه یې افغان وژنه یاده کړه. دغو دیني عالمانو له روان وضعيت څخه د خلاصون لپاره خلک د دولت ننګې ته راوبلل.

حلیمي: هغه دیني عالمان دې بندیان شي چې طالبانو ته تبلیغ کوي

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمدقاسم حلیمي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال هرات کې د یوه دیني عالم مجیب‌الرحمان انصاري پر وروستیو څرګندونو تونده نیوکه وکړه او هغه یې د طالب ډلې غلام یاد کړ.
حلیمي وویل، انصاري سره له دې چې د دولت پیسې اخلي، خو د طالبانو د نظام لپاره تبلیغ کوي.

دیني عالمان: هېواد کې روانه جګړه فتنه ده

سلګونو دیني عالمانو نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د هېواد روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او پر طالبانو یې تور پورې کړ چې دغه وضعیت د دوی له کبله دی. دغو دیني عالمانو په هېواد کې روانه جګړه هم فتنه وګڼله او د ژرترژره درېدو غوښتنه یې وکړه. دیني عالمانو په دې غونډه کې له حکومت او طالبانو هم وغوښتل چې خپلمنځي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

پکتيا کې مېرمنې ميراث غواړي

یوشمېر پکتیاوالې وايي چې په دغه ولايت کې ډېر لږ داسې کسان شته چې خپلو خويندو ته يې د ميراث حق ورکړی دی.
د دوی په وینا، مېرمنې د ميراث په ورکړې سره له اړمنتیا خلاصېږي او نورو ته بیا لاس نه نيسي.
په پکتیا کې د ښځو برخې فعاله انارګله وايي، که ښځو ته د ميراث حق ورکړل شي، په ټولنه کې تر ډېره د ښځو پر وړاندې شته بې‌عدالتۍ کمېدلای شي.