Asset 1SWN

تخار کې د ټرافیکي پېښې له امله یوه مېرمن مړه شوې

Taliqan-12122-q5mmkrrq52wzkf230h7iapzn3yg0uvap28dfnu8hag

د تخار امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند سیمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د تخار د امنیې قومنداني ویاند عبدالمبین ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه د غويي ۲۰مه د دغه ولایت د درقد ولسوالي اړوند «قغني» کلي کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاده سیمه کې د بي‌بي‌ګل په نوم مېرمن پیکپ موټر وهلې او مړه شوې ده. د تخار د امنیې قومنداني ویاند همداراز زیاته کړې چې موټر چلوونکی د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی.

تخار کې تېره ورځ هم یوه ماشوم د ټرافیکي پېښې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د وروستیو اوونیو پر مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې مسوولان یې لامل د سرکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او له ټرافیکي قوانینو سره د موټر چلوونکو نه بلدتیا په ګوته کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام