د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت نن د یوې خبري ناستې پرمهال د خپل تېر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د یاد وزارت د پلټنې، خوندیتوب او پالیسۍ مرستیال حسیب‌الله سروش دې ناسته کې وویل چې د تېر یوه کال پرمهال د افغاستان پر هوايي حریم ۱۵۵۶۴ الوتنې شوې چې له دې لارې یې ۱۰میلیونه او ۸۹۴زره او ۸۰۰ افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همداراز وویل چې د تېر یوه کال پرمهال ۱۶۳۶ کورني پروازونه شوي چې شاوخوا ۱۶۴زره او ۸۹۹ مسافر یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا، تېرکال یې ۱۶۰۷ بهرنۍ الوتنې هم درلودې چې له دې درکه یې شاوخوا ۴.۵ میلیارده افغانۍ هم ترلاسه کړي دي.

د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت سرپرست حمیدالله اخند‌زاده بیا دې ناسته کې وویل چې د لومړي ځل لپاره یې هېواد کې ملکي الوتکې د افغان متخصصو په مرسته ترمیم او چیک کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه په نږدې یوه میاشت کې د ۲۰۰زره امریکايي ډالرو په لګښت له نړیوالو معیارونو سره سم بېرته ورغوله چې له دې وړاندې به دغې چارې له هېواده بهر پنځه میاشتې وخت نیوله او ۱.۳ میلیونه ډالر لګښت به پرې راته.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد د هوايي ډګرونو د رادار ټول سېسټمونه ویجاړ شوي او د دغه وزارت مسوولان ټينګار کوي چې ډېر ژر به دغه سېسټمونه بېرته فعال کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام