د ننګرهار هوایي ډګر چې د جلال‌اباد سوېل ختیځ ته د ښار په لنډ واټن کې پروت دی، په ۲۰۰۱ کال کې د اسلامي امارت د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته په کې امریکايي ځواکونه میشت شول چې د نظامي هډې په توګه یې ترې کار اخیسته او ملکي الوتنو ته په کې اجازه نه وه، که څه هم د جمهوري نظام تر سقوط څو میاشتې وړاندې د هغه مهال چارواکو ژمنه وکړ چې ډېر ژر به ترې ملکي الوتنې وشې، خو ژمنه یې عملي نه شوه.

اوس چې اسلامي امارت یو ځل بیا واک ته رسېدلی، د ننګرهار ځایي چارواکي وایي چې د ننګرهار هوايي ډګر په بشپړه توګه کورنیو او نړیوالو پروازونو ته چمتو دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ولایت امنیه قوماندان مولوي ندا محمد ندیم وايي، دغه میدان په تخنیکي او امنیتي لحاظ هېڅ ډول ستونزه نه لري او په وینا یې، د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق ترې هر ډول الوتنې ترسره کېدلی شي.

هغه دغه راز وویل چې ډېر ژر به د ننګرهار په هوايي ډګر کې نړیوالې او کورنۍ الوتنې ترسره شي.

د ننګرهار د ملکي هوایي چلند ادارې سرپرست سپین غر هم وایي، دوی په تخنیکي او مسلکي برخه کې امادګي لري او کولی شي چې د هوايي ډګر چارې په عادي ډول تر سره کړي.

د ننګرهار اوسېدونکي د ملکي هوایي پروازونو پر مخ د هوايي ډګر پرانستې ته خوښي ښکار کوي او وایي، که چارې يې عملاً پیل شي، نو له ډېر اسانتیاو به برخمن شي.

په ورته مهال ځایي اوسېدونکی عطاالرحمن وایي، اسلامي امارت باید په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي او هغه امکانات چې که په هوايي ډګر کې موجود نه وي، د پوره کېدو لپاره دې لاس په کار شي، څو هر څه ژر الوتنې وشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هېواد په کچه لوی هوايي ډګر چې د کابل مرستیال ډګر بلل کېده، شاوخوا دوه کاله وړاندې یې د ننګرهار په ګمبیري سیمه کې د جوړېدو ډبره کېښودل شوه چې د ځينو چارو د ترسره کېدو وروسته یې اوس کارونه ولاړ دي او ولسي غوښتنې هم دا دي چې د هغه میدان کارونه دې هم هر څومره ژر چې کېږي، بېرته شروع شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام