Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې ۴۵۱ ټولګټې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

IMG-20240204-WA0040

د ميدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، په مرکز میدان‌ښار، جلرېز او لومړۍ حصه بهسود ولسوالیو کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو سکتور، ترانسپورټ او د بشري مرستو برخه (۴۵۱) بېلابېلې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو پرانېست‌غونډې ته د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس وحیدالله راشد وویل، په بشپړو شویو پروژو کې د سړکونو جغل‌اچونه، استنادي دیوالونو، پلونو او پل‌چکونو جوړول، کانالونو او حوزونو پاکول، د اوبو د شبکو ترمیمول او داسې نورې پروژې شاملې وې، بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، یادې پروژې د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې شوې چې شاوخوا ۱۵زره کسانو ته په‌کې د کارکولو زمینه هم برابره شوې.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست محمدیونس اخندزاده وویل،«د ا.ا په مسؤلینو او نظام کې د کار کولو احساس شته، د هېواد آبادۍ او پرمختګ ته ژمن دي او دا خپل مسؤلیت ګڼي.»

نوموړي له کورنیو او نړیوالو موسسو وغوښتل چې خپلي پروژې د ولسونو د اړتیا له مخې انتخاب کړي او په رڼه توګه یې پلې کړي.

د ده په وینا، «اوس مهال په هېواد کې بشپړ امنیت تامین دی، د بیارغونې لپاره ښه زمینه برابره ده، ملي او بهرني سوداګر لېواله دي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي».

د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ له کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت او اړوند اکټېډ موسسې له مسوولانو مننه وکړه چې یادې پروژې په بشپړه همغږۍ او شفافیت سره عملي کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر  اېکس هم وڅارئ

نوموړي له کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت او نړیوالو موسسو وغوښتل چې د میدان‌وردګ په پاتې ولسوالیو کې هم ورته پروژې عملي کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام