Asset 1SWN

سریلانکا لوبډلې افغانستان ته په یوازینۍ ټسټ لوبه کې ماته ورکړه

375360

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربه‌توب د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته په یوازینۍ ټسټ سیالي کې په لسو وېکټو ماته ورکړه.

افغانستان په دې لوبه کې سریلانکا ته د ۵۶ منډو هدف ورکړی و چې سرلانکا لوبډلې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ورکړل شوی هدف ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغان لوبډلې د یادې ټسټ لوبې د توپ‌وهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۸منډې جوړې کړې. ورپسې سریلانکا د انجلو مټیوز او ډنیېس چنډیمال د سلیزو پر مټ ۴۳۹ منډې جوړې کړې.

که څه هم د افغان لوبډلې د دویمې توپ‌وهنې پیل ښه وو او ابراهیم ځدراڼ په‌کې سلیزه هم ورکړه، خو ټولې لوبډلې یوازې ۲۹۶ جوړې کړې او سریلانکا ته یې د ۵۶ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان لپاره په تو‌پ‌وهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۱۱۴، رحمت‌شاه ۵۴ او نورعلي ځدراڼ هم ۴۷ منډې وکړې.

افغان کرېکټ لوبغاړي له وېکټو اخیستلو وروسته خوښي څرګندوي. تصویر: کرېک‌انفو

په توپ‌اچوونه کې بیا د افغانستان لپاره نوید ځدراڼ څلور وېکټې ترلاسه کړې او د سریلانکا بیا پرابات جاسوریا په لومړۍ پاڼۍ درې او دویمه پاڼۍ کې پنځه وېکټې ترلاسه کړې.

سلام‌‌وطندار پر  اېکس هم وڅارئ

افغانستان به له دې وروسته کوربه لوبډلې سره د درېوو یو ورځنیو او شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیل کړي چې د یو ورځنۍ لوبلړۍ لپاره لوبډله هم اعلان شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام