« عدالت! عدالت! زده‌کړیالانو سره جفا، ولس او هېواد سره جفا ده!» دا د اسلامي خصوصي پوهنتون د هغو زده‌کړیالانو د عدالت غوښتنې شعارونه دي چې بې‌برخلیک پاتې دي او د خپل وخت او پیسو د ضایع کېدو په اړه اندیښمن دي.

دغه اسلامي پوهنتون د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند پورې تړاو لري. د دغه خصوصي پوهنتون لسګونو زده‌کړیالانو د پنجشنبې په ورځ په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل، سره له دې چې د دغه پوهنتون فعالیت څخه پنځه کاله کېږي او دوه دورې زده‌کړیالان یې فارغ کړي لا هم جواز نه لري.

د دغو زده‌کړیالانو په وینا، د لوړو زده‌کړو وزارت او د اسلامي پوهنتون مسوولانو څو ځلي ورته ویلي چې د دغه پوهنتون د فعالیت جواز کار ۹۹ سلنه بشپړ شوی خو پینځه کاله کېږي چې ۹۹ سلنه ۱۰۰ سلنو ته ونه رسېده. معترضان زیاتوي چې دغه پوهنتون دوی ته دوکه ورکوي او د هغوی په پیسو تجارت کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه زده‌کړیالان لوړو زده‌کړو وزارت څخه غواړي چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي. یو تن اعتراض کوونکی وایي: « زمونږ پوهنتون غیرقانوني دی، د کوم سند پرته فعالیت کوي. زده‌کړیالانو ته دوکه ورکوي، پر هغوی تجارت کړی. مونږ له حکومت څخه غواړو چې مونږ لپاره یو حل لاره ولټوي.»

هغو د لوړو زده‌کړو وزارت او د اسلامي پوهنتون پر مشرتابه نیوکه کوي او وایي چې څلو میاشتې مخکې هم دوی اعتراض کړی و، خو تراوسه د دوی د ستونزو حل لپاره هېڅ کار نه دی شوی. دغه معترضان له لوړو زده‌کړو وزارت څخه غواړي چې دوی دې نورو خصوصي پوهنتونونو ته دې ورمعرفي کړي.

په همدې حال کې یوشمېر معترضان سلام وطندار ته وایي، که چېرې د دوی ستونزو ته رسېدنه ونه شي، دوى به په هغو برخو کې د کار حق ونه لري چې پکې زده‌کړې کړې دي.

د ویلو وړ ده چې د اسلامي پوهنتون د فعالیت جوازو نشتون په اړه مخکې هم خبرونه خپاره شوي دي او د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولانو ویلي وو چې دغه پوهنتون د قانون خلاف محصلین جذبوي او فعالیت کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت دغه راز، ټینګار کړی و چې دغه پوهنتون ته په واضح ډول ویل شوي، تر هغه چې خپل جواز یې نه وي اخیستی د محصلینو د جذب او د اعلانونو د خپرولو حق نه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام