د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له کبله څلور کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
پېښه پرون سهشنبه د غويي ۱۲مه د دغه ولایت د مرکز ګردېز ښار اړوند «حلیم کلا» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند منیب ځدراڼ وايي چې دغه ټرافیکي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د یوې «بکسې موټر» ټایر وچاودېد او له سړک واوښت.
د نوموړي په وینا، دې پېښه کې د ښځو په ګډون څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور بیا ټپیان شوي دي.
منیب ځدراڼ زیاته کړه چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او دا مهال روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دا په داسې مهال دی چې له کوچني اختر راپدېخوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوي دي. په یادو ټرافیکي پېښو کې یوشمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي دي.