لوګر کې د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو نندارتون جوړ شو

د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو نندارتون جوړ شو.
په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه او ګڼ‌شمېر تاریخي او هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي وو.

غزني کې د لومړني جامع جومات چت په لوېدو دی

د «غزنه لرغوني ښار» فرهنګیان او اوسېدونکي وايي چې «د لرغوني غزنه ښار/د غزني زوړ ښار» کې د لومړني جامع جومات ودانۍ په ناوړه وضعیت کې ده او هره شېبه یې د چت را لوېدو شونتیا شته.
د دوی په وینا، وروستیو بارانونو د دغه تاریخي ځای ته نور زیان هم اړولی او که د بیارغونې لپاره یې ژرترژره اقدام ونه شي، له منځه به ولاړ شي.