Asset 1SWN

د ټرافیکو ریاست په پنځو میاشتو کې ۱۸۰۰ بې‌اسناده برښنايي موټر ثبت کړي

ترافیک-کابل-720x470

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي، په تېرو پنځه میاشتو کې یې د کابل ولایت په کچه ۱۸۰۰ تېزرفتاره، برښنایي او بې‌اسناده «یوکیلي» موټر ثبت کړي دي.

د ټرافیکو د عمومي ریاست د پلان او پالیسي مدیر عبدالودود خیرخوا سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغو شمېرو پر بنسټ، یوازې په کابل ولایت کې د تازه ثبت شویو بې‌اسناده موټرو پنځه سلنه یې برښنایي موټر دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه برښنایي تېزرفتاره جاپاني موټر موټر چې تازه هېواد ته را وارد شوي، په یوه ساعت کې تر ۶۰ کیلومټره پورې پټرول نه خوري او په بټرۍ چلېږي؛ نو ځکه یې بازار تود دی. د دغو موټرو چلوونکي وايي، د موټر لګښت یې کم دی او د هوا په ککړتیا کې هم هېڅ ډول ونډه نه لري.

دوه موټرچلوونکي عبدالرازق او احمدذکي عمري وايي: «هغه موټر چې په برښنا چلېږي، په یوه ساعت کې تر ۶۰ کیلومټره پورې له برښنا کار اخلي او په سل کیلومټره لاره کې یوازې شپږ لېټره تېل خوري. «طبیعي ده چې د هوا ککړتیا په کموالي کې ډېر اغېزناک دي؛ ځکه څومره چې د تېلو لګښت کم وي، د هوا لپاره ګټور دي. دغه موټر د بټرۍ په وسیله له برښنا کار اخلي او هوا نه ککړوي.»

خو یوشمېر نور کسان بیا د دغو برښنايي موټرو په اخیستو پښېمانه دي. دوی وايي، که دغه تازه راغلي موټر خراب شي، مجبور دي چې په کور کې یې ودروي؛ ځکه په افغانستان کې یې پرزې او مستریان نه پیدا کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ټرافیکو عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو میاشتو کې یې د کابل په کچه ۱۴۰۰ زره او د ټول هېواد په کچه یې ۴۵۰ زره ښي لاسي بې‌اسناده موټر ثبت کړي چې تراوسه یې یوازې شل زرو ته لنډمهالي درې کلن پلېټونه ورکړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام